☆ پښتنې خورې د پښتو قدر به نه کموې ☆
☆ دا خپل ټيکری به دې له سره ګوره نه ګوزه وې ☆
☆ دا د عزت دا د ابرو دا د غيرت نښه ده ☆
☆ دا د نازو او د ملالې د همت نښه ده ☆
☆ دا د پښتو د پت غيرت جنډه به نه ړنګوې ☆
☆ پښتنې خورې د پښتو قدر به نه کموې ☆
☆ داد حوا بي بي ميراث دی موږ ته ښکلې پرده ☆
☆ دا د اسلام اود الله د رضا ستره تحفه ☆
☆ دا د اسلام او د الله د رضاستره تحفه ☆
☆ د امانت په څېر بې ته خورې ساتنه کوې ☆
☆ پښتنې خورې د پښتو قدر به کموې ☆
☆ دا مو ښکلا دا مو زينت دا مو ګاڼه و بولئ ☆
☆ دا د پښتو او پښتونوالي نښانه و بولئ ☆
☆ لکه شمله د پلار نيکه به يې مدام رپوې ☆
☆ پښتنې خورې د پښتو قدر به نه کموې ☆
☆ پښتونزۍ ګوره دې پردي وطن کې تېر نه وځې ☆
☆ چې لوپټه دې ګوره چېرې سر نه پرېنوځي ☆
☆دنيا فاني ده د قيامت سفر به نه هېره وې ☆
☆پښتنې خورې د پښتو قدر به نه کموې ☆