په افغانستان کې وګړي تر ډېره د بېلابېلو مالي خدمتونو لپاره د بانکونو پرتله صرافیو ته لومړیتوب ورکوي. دغه هېواد کې صرافۍ د مالي راکړې ورکړې، تر ټولو پخوانۍ سیستم دی چې د نننۍ زمانې بانکوالۍ تر څنګ فعالیت کوي. افغان حکومت بیا هڅه کوي خپل هېواد کې د مالي نظام د تنظیم په موخه د صرافیو دودیز سیستم ورو ورو په مالي شرکتونو بدل کړي.